دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۲ سرطان ۱۳۹۸ ساعت ۱۵:۴۷
د مطلب کود : 187746
افغانستان د کسپین بحیری سره د افغانستان له لارې د چین د اتصال پروژې تطبیق ته چمتو دی
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت سرپرست محترم محمد فهيم هاشمي نن د ترکمنستان سفیر محترم خوجه اويزوف سره د لیدنې تر څنګ د سيمه ييز اتصال، نوري فایبر شبکې پراختيا او CATA پروژې يا د افغانستان له لارې د کسپين بحيري سره د چين د اتصال پروژې په اړه خبرې وکړې.

د ترکمنستان سفیر وویل چې هېواد يې په نږدې راتلونکي کې په کسپين بحيره کې د پانګونې په اړه یو نړېوال کنفرانس جوړوي او همدا شان به په نږدې راتلونکي کې د CATA پروژې په اړه د افغانستان دولت سره خپل رسمي نظر شریک کړي.
محترم محمد فهيم هاشمي نوموړي ته د ښه راغلاست تر څنګ وویل چې افغانستان چمتو دی، دغه مهمه پروژه تطبیق کړي او تمه ده چې ترکمنستان هم په دې برخه کې د خپلو لازمو تياريو په اړه معلومات ورکړي چې له یوه اړخه د نوري فایبر پراختيا او سيمه ييز اتصال ته زمينه برابره شي او له بله پلوه افغانستان د مرکزي اسيا څخه د ختيځې آسيا په لور د ډېټا د انتقال او ټرانزيټ په مرکز بدل او د پام وړ عوايد تر لاسه کړي.
د کسپين بحيري د بحري کیبل سره د افغانستان له لارې د چين اتصال نه یواځې دا چې افغانستان ته د عوايدو له پلوه اهميت لري، بلکې د انټرنېټ د بيو د کمېدو او انټرنټي او مخابراتي خدماتو د کېفيت په برخه کې هم ګټور تمامېدلی شي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdci5yazqt1avy2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته