دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۲ سرطان ۱۳۹۸ ساعت ۱۵:۴۵
د مطلب کود : 187747
د افغانستان په اړه د امریکا ولسمشر وروستیو څرګندونو په وړاندی پخواني ولسمشر حامد کرزي غبرګون
د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د امریکا ولسمشر ټرمپ د وروستیو څرګندونو په اړه، چې افغانستان یې د ترهګرۍ لابراتوار په توګه یاد کړی، غبرګون ښوولی دی.

د پخواني ولسمشر حامد کرزي له دفتره په خپره شوې اعلامیه کې د ولسمشر ټرمپ د وروستیو څرگندونو په اړه راغلي:” افغانستان د ترهگرۍ اصلي قرباني دی، هغه ترهګري چې د متحده ایالتونو د مبهم سیاسي او پټ مالي ملاتړ سره تړلې او قوي شوې ده. د امریکا له پراخ سیاسي، نظامي او استخباراتي حضور سره سره  په افغانستان کې د داعش ډلې ظهور دې خبرې ښکاره ثبوت دي”. په دې اعلامیه کې د افغانستان د سولې راونې پروسې ته په اشاري ویل شوي چې په افغانستان  کې د تاوتریخوالي او جګړې زیاتیدل زمونږ د ستونزو د حل لاره نه ده بلکې د دې اوږدې جګړې د ختمیدو لپاره د سولې پروسې په افغاني کیدو او غښتلې کیدو ټینګار کولای شي دې ورانکارې جګړې ته د پای ټکی کیږدي
 
https://avapress.com/vdcjxaevauqeoaz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته