کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

افغان ښوونځیو کې د زدکوونکو د ویښتانو پر خرېیلو بندیز ولګېد

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 12 سرطان 1398 ساعت 16:33

د افغانستان د پوهنې وزارت اعلان کړی چې له دې وروسته په ښوونځیو کې د زدکوونکو د ویښتانو قیچي کولو باندې بندیز لګیدلی.



وزارت ویلي ددې کار لامل زدکوونکو ته د "رواني ټکان" مخنیوی دی.
د پوهنې وزارت په خپله فیسبوک پاڼه خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې د پوهنې سرپرست وزیر محمد میرویس بلخي په خپله ددې کار د بندېدو امر کړی دی.
وزارت ویلي، دا کار د ماشومانو په روان منفي اغېز کوي او له همدې امله بند کړای شوی دی

د وزارت په وینا دا پریکړه یې د افغانستان ټولو ولایتونو د پوهنې رییسانو ته لېږلې ده.
له دې وړاندې به د زدکوونکو ویښتان د ښوونځیو لخوا له ټاکل شوې اندازې د ډېروالي په صورت کې قیچي یا خرییل کېدل.
د پوهنې وزارت په اعلامیه کې راغلي چې دې ادارې ددې ډول چلند پرځای له کورنیو سره په ګډه "د اصلاح بدیلې لارې" باندې تاکید کړی دی.
د پوهنې وزیر ویلي، له دې کار سرغړوونکو سره به د ادراي اصولو مطابق قانوني چلند وشي.

وړاندې هم زدکوونکو ماشومانو سره ددې ډول چلند په اړه خبره شوې وه، ولسمشر غني هم یو وار ویلي و چې د افغانستان په ښوونیزو بنسټونو کې باید تاوتریخوالی له منځه لاړ شي.
هغه زیاته کړې وه "له ښوونکو زما هیله دا ده چې د مهربانۍ له مخې له ښوونځیو کنځا او لرګي لرې کړئ. په ښوونځیو کې باید لرګي ځای ونه لري."
په ښوونیزو بنسټونو کې په لرګیو د ماشومانو وهلو وړاندې هم نیوکې را برسېره کړې وې.
ولسمشر غني ویلي ویلي و چې ښوونځی د پېژندګلوي د جوړولو ځای دی او که په داسې ځای کې د م
 


د مطلب کود: 187752

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/187752/افغان-ښوونځیو-کې-د-زدکوونکو-ویښتانو-پر-خرېیلو-بندیز-ولګېد

آوا
  https://www.avapress.com