کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

کندهار والی: خاکرېز ولسوالۍ دښمن له منځه وړل شوي

12 سرطان 1398 ساعت 16:59

کندهار والی حیات الله حیات وایی چی خاکریز ولسوالۍ کې دښمن له منځه وړل شوي او بیا به اجازه ورنه کړل شی چی خاکریز ولسوالۍ ناامنه شی.


 

کندهار والی حیات الله حیات او امنیه قومندان تورنجنرال تادین خان د سه شنبې په ورځ خاکرېز ولسوالۍ ته تللی او هلته یې د لاری په اوږدو کی د امنیتی ځواکونو له پرتو پوستو څخه لیدنه کړې.
کندهار والی حیات الله حیات او امنیه قومندان تونجنرال تادین خان د سه شنبې په ورځ په یوه کاری سفر خاکرېز ولسوالۍ ته ولاړل او هلته یې له امنیتی ځواکونو سره ولیدل او د هغوی ستونزی او غوښتنی یې له نژدې واورېدې.

ښاغلی حیات وایی، په خاکرېز ولسوالۍ کی امنیتی ځواکونو ۶۲ تنه دښمن له منځ وړی، چی پکښی د وسلوالو طالبانو دوه مشهور قومندان هم شامل دی.
کندهار والی وایی، د امنیتی ځواکونو مورال لوړ دئ او په هیڅ ډول به بیا وسلوالو طالبانو ته اجازه ورنه کړی، چی په دغه ولسوالی کی خپلی ځالی جوړی او ولس له نا ارامۍ سره مخ کړی.
پرهمدې مهال د کندهار امنیه قومندان تورنجنرال تادین خان وایی، په خاکرېز ولسوالۍ کی د ګډو امنیتی ځواکونو عملیاتو ښه نتیجه ورکړې او په دغه ولسوالۍ کی یې دښمن په بشپړ ډول د ماتی او له منځه تلو سره مخ کړی.

تورنجنرال تادین خان زیاتوی، چی په خاکرېز ولسوالۍ کی د دښمن جنګېدونکی کسان د پاکستان د ای ایس ای کسان دی، چی خپلو بادارانو ته د غلامۍ په نتیجه کی افغانان او هیواد وال وژنی.
خاکرېز ولسوالی د کلونو کلونو راهیسی نا امنه وه او هلته د ښمن فعالیت درلود، خو د څه مودې راهیسی د ګډو امنیتی ځواکونو د سختو ځمکنیو او هوایی عملیاتو په نتیجه کی دغه ولسوالی امن او دا مهال خلک کولای سی، چی په ډاډه زړه د خاکرېز پر لویو لارو تګ را تګ وکړی.
 


د مطلب کود: 187758

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/187758/کندهار-والی-خاکرېز-ولسوالۍ-دښمن-له-منځه-وړل-شوي

آوا
  https://www.avapress.com