دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۲ سرطان ۱۳۹۸ ساعت ۱۷:۴۲
د مطلب کود : 187762
د معلوماتو د ثبتوني مرکز له پاره، د کارکوونکو د ګمارنې په موخه آزموینه
دغه کارکوونکې به وروسته له بریا د ټاکنو اړوند ټول معلومات په سیسټم کې دنننه کوي لکه د رای ورکوونکو نوملړ، د پایلو جدولونه او داسې نور.
د معلوماتو د ثبتوني مرکز له پاره د کارکوونکو د ګمارنې په موخه آزموینه پېل شوه. د بشري سرچینو او د جنډر برخې د مسوولینو د معلوماتو پر بنسټ د دغې آزموینې له پاره، کابو ۳۰۰۰ تنه نارینه او ښځینه شارت لیست شوي دي؛ چې له ۸۰۰ څخه ډیرې يې انجونې دي؛ له دغې ډلې کابو له ۱۶۰۰ تنو څخه تر دې دمه آزموینه اخیستل شوې ده او پاتې نورو څخه به يې آزموینه واخیستل شي.
دغه کارکوونکې به وروسته له بریا د ټاکنو اړوند ټول معلومات په سیسټم کې دنننه کوي لکه د رای ورکوونکو نوملړ، د پایلو جدولونه او داسې نور.
د یادولو وړ ده چې دغه آزموینه درې ورځې دوام مومي او د جنډر په پام کې نیولو سره به، په نږدې راتلونکې کې د دغې آزموینې پایله اعلان شي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcg3u9qxak97u4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته