کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د معلوماتو د ثبتوني مرکز له پاره، د کارکوونکو د ګمارنې په موخه آزموینه

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 12 سرطان 1398 ساعت 17:42

دغه کارکوونکې به وروسته له بریا د ټاکنو اړوند ټول معلومات په سیسټم کې دنننه کوي لکه د رای ورکوونکو نوملړ، د پایلو جدولونه او داسې نور.


د معلوماتو د ثبتوني مرکز له پاره د کارکوونکو د ګمارنې په موخه آزموینه پېل شوه. د بشري سرچینو او د جنډر برخې د مسوولینو د معلوماتو پر بنسټ د دغې آزموینې له پاره، کابو ۳۰۰۰ تنه نارینه او ښځینه شارت لیست شوي دي؛ چې له ۸۰۰ څخه ډیرې يې انجونې دي؛ له دغې ډلې کابو له ۱۶۰۰ تنو څخه تر دې دمه آزموینه اخیستل شوې ده او پاتې نورو څخه به يې آزموینه واخیستل شي.
دغه کارکوونکې به وروسته له بریا د ټاکنو اړوند ټول معلومات په سیسټم کې دنننه کوي لکه د رای ورکوونکو نوملړ، د پایلو جدولونه او داسې نور.
د یادولو وړ ده چې دغه آزموینه درې ورځې دوام مومي او د جنډر په پام کې نیولو سره به، په نږدې راتلونکې کې د دغې آزموینې پایله اعلان شي.


د مطلب کود: 187762

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/187762/د-معلوماتو-ثبتوني-مرکز-له-پاره-کارکوونکو-ګمارنې-په-موخه-آزموینه

آوا
  https://www.avapress.com