کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

دایکندی کجران باندی طالبانو برید/ ۱۱ تنه امنیتی ځواکونه شهید او ټپیان شوی دی

13 سرطان 1398 ساعت 12:03

نقیب الله مالستانی د دایکندی امنیه قوماندانی امنیت آمر خبرنګارانو ته وویل: طالبانو ډله شپی ۲ بجو په شاوخوا د کجران په مناره کې امنیتی ځواکونو او خلګو ځواکونو باندی ډله ییز برید کړي چی په ترڅ کې ۷ تنه امنیتی سرتیری شهید شوي او ۴ تنه نور ټپیان شوی دی.



د آوا په ګزارش سره؛ مالستانی وویل: په دی نښته کې، طالبان هم په لسګونه تنه ټپیان او وژلی درلودل، خو تراوسه دقیق آمار یی په لاس کې نشته.
هغه وویل: نښته د امنیتی ځواکونو او طالبانو ترمنځ ادامه لری.
ویل کیږی د امنیتی ځواکونو څو پایګاوی ددی نښتو په ترڅ کې سقوط او ټول تجهیزات یی طالبانو ته په لاس ورغلی دی.
 


د مطلب کود: 187786

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/187786/دایکندی-کجران-باندی-طالبانو-برید-۱۱-تنه-امنیتی-ځواکونه-شهید-او-ټپیان-شوی-دی

آوا
  https://www.avapress.com