دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۳ سرطان ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۱۰
د مطلب کود : 187787
میدان وردګ کې د طالبانو ډلمشرانو په ګډون ۳۱ تنه وسله وال وژل شوي
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي، پرون د چارشنبې شپه د چنګاښ په ۱۲ مه یې د میدان وردګ ولایت، د جلریز، نرخ، میدانښار او دایمیر داد ولسوالیو په اړونده سیمو کې پر وسله والو طالبانو هوایي او ځمکني بریدونه تر سره کړي چې په پایله کې یې د دغې ډلې د څو مشرانو په ګډون ۳۱ وسله وال ترهګر وژل شوي او ۳۵ نور ټپیان شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت له لوري په دې اړه په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي:” د میدان وردګو ولایت د جلرېز، نرخ، مرکز میدان ښار او دایمیرداد ولسوالیو په اړوند سیمو کې د ځمکنیو او هوايي عملیاتو په ترڅ کې د قاري سیدآغا، قومندان ارسلا، ملا فیض، قاري خالد، ملا عابد او حمید الله په ګډون ۳۱ ترهګر طالبان وژل شوي او د نرخ ولسوالۍ لپاره د ترهګرو طالبانو د نومول شوي ولسوال امین الله په ګډون ۳۵ تنه نور ټپیان شوي دي”.
خبر پاڼه زیاتوي چې په دې عملیاتو کې یو تن وژل طالب ترهګر، قاري سیدآغا نومیده چې د میدان وردګو سربېره یې په کابل ښار کې هم ترهګریز بریدونه طرح کول.
 
https://avapress.com/vdcdj50f5yt0j56.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته