دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۳ سرطان ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۱۴
د مطلب کود : 187788
امریکایی رپ موسیقۍ ښځینه سندرغاړې سعودی عربستان جده ښار کې کانسرت ورکوی
د امریکایي رپ موسیقۍ ښځینه سندرغاړې “نیکي میناج ” د سعودي عربستان جده ښار په نړیوال نندارتون کې د موسیقۍ کانسرټونه ورکوي.

ټاکل شوې دغه امریکایي سندرغاړې د سعودي عربستان په یاد ښار کې د رپ موسیقۍ کانسرت د روانې میلادي میاشتې په ۱۸ مه وړاندې کړي.
دغه امریکایي ښځینه سندرغاړې کانسرتونو کې د ډېر بې ستره کالیو په اغوستلو او د سکسي سندرو په ویلو کې خورا مشهوره ده.
په سعودي عربستان کې د هنري فعالیتونو په پلمه د دغسې کانسرټونو وړاندې کیدل د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان دهغو پلانونو یوه څنډه ده چې غواړي په سعودي عربستان کې د اقتصادي ودي په خاطر د سیلانیانو تګ راتګ ته لاره هواړه کړي.
په سعوي عربستان کې د دغسي کانسرتونو تر سره کیدل په ټولنیزو رسنیو کې د هیښتیا، تاوده بحثونه او ګڼ غبرګونه راپاورلې دي.
د ټولنیزو رسنیو ځیني کارونکي په سعودي عربستان کې د دغسې میلو تر سره کیدل نامناسب بولې او ځیني یې بیا دغلته د افراطیت او سخت دریځي پر وړاندې ښه ګام شمیري.
 
https://avapress.com/vdcevf8zvjh8vfi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته