دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۳ سرطان ۱۳۹۸ ساعت ۱۵:۴۷
د مطلب کود : 187804
د دایکندی نوی امنیه قوماندان رسما په کار شروع وکړ
نن پنج شنبه(۱۳ سرطان) د دولتی چارواکو په حضور سره، محمد آغا داوود، د داخله وزارت اپراسیون معاون جنرال سیدباقر مرتضوی له لوری د دایکندی ولایت نوی امنیه قوماندان په حیث معرفی کړل شو او خپل دنده شورع کړ.

د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره؛ د داخله وزارت ۱۴۵۸ شمیر مکتوب په اساس، ښاغلی غلام سخی غفوری د دندی څخه ګوښه او پرځای یی حاجی محمد آغا د محمد حسین زوی د دایکندی نوی امنیه قوماندان په حیث وټاکل شو.
د دایکندی نوی امنیه قوماندان مخکې له دی د داخله وزارت عامه ساتنې اپراسیون عمومی مدیر وو.
محمد آغا داوود، د معرفی محفل په جریان کې وویل: کجران اکم وضعیت ته به رسیدګی وشی او ډیر نږدی فرصت کې به د کجران خپل سرتیرو ترڅنګ د نورو ولسوالیو سرتیری هم قرار ونیسی.
یادولو وړ دی، د دایکندی ولایت نوی امنیه قوماندان په داسی حال کې معرفی کیږی چی کجران د طالبانو په لاس د سقوط په لمن کې قرار لری او هره ورځ امنیتی ځواکونو تلفاتو شمیر ډیریږی. همدارنګه د اشترلی ولسوالی هم په دی اخرو کې د غیری مسؤول مسلح ډلو له لوری په کې ناامنی رامنځته شوی او په دی ولایت کې امنیت کلی وضعیت خراب او حساس دی.
 
https://avapress.com/vdcdz50foyt0jj6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته