دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۳ سرطان ۱۳۹۸ ساعت ۱۶:۳۰
د مطلب کود : 187811
ولایتي شورا: د دایکنډي د کجران ولسوالۍ وسله‌والو طالبانو محاصره کړې
د دایکنډي ولایت ولایتي شورا وايي، ددې ولایت د کجران ولسوالۍ وسله‌والو طالبانو محاصره کړې ده.

د ولایتي شورا دغه غړي له مرکزي اداري څخه غوښته کوي چې یاده ولسوالۍ ته دې اضافي سرتیري واستوي.
دوی زیاتوي چې پر یادې ولسوالۍ وسله‌والو طالبانو له تېر دوو اونیو راهیسې ډله‌ییز بریدونه پیل کړي او هڅه کوي چې یاده ولسوالۍ سقوط کړي.
په ورته وخت کې د یاد ولایت د ولایت مقام مسؤلین هم مني چې وسله‌والو طالبانو پر یادې ولسوالۍ بریدونه پیل کړي، خو هلته يي تازه دمي کمانډو سرتیري رسیدلي دي.
 
سرچينه : آزادی رادیو
https://avapress.com/vdcb8zb88rhbwwp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته