کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ولایتي شورا: د دایکنډي د کجران ولسوالۍ وسله‌والو طالبانو محاصره کړې

آزادی رادیو , 13 سرطان 1398 ساعت 16:30

د دایکنډي ولایت ولایتي شورا وايي، ددې ولایت د کجران ولسوالۍ وسله‌والو طالبانو محاصره کړې ده.



د ولایتي شورا دغه غړي له مرکزي اداري څخه غوښته کوي چې یاده ولسوالۍ ته دې اضافي سرتیري واستوي.
دوی زیاتوي چې پر یادې ولسوالۍ وسله‌والو طالبانو له تېر دوو اونیو راهیسې ډله‌ییز بریدونه پیل کړي او هڅه کوي چې یاده ولسوالۍ سقوط کړي.
په ورته وخت کې د یاد ولایت د ولایت مقام مسؤلین هم مني چې وسله‌والو طالبانو پر یادې ولسوالۍ بریدونه پیل کړي، خو هلته يي تازه دمي کمانډو سرتیري رسیدلي دي.
 


د مطلب کود: 187811

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/187811/ولایتي-شورا-د-دایکنډي-کجران-ولسوالۍ-وسله-والو-طالبانو-محاصره-کړې

آوا
  https://www.avapress.com