د ولایتي شورا دغه غړي له مرکزي اداري څخه غوښته کوي چې یاده ولسوالۍ ته دې اضافي سرتیري واستوي.
دوی زیاتوي چې پر یادې ولسوالۍ وسلهوالو طالبانو له تېر دوو اونیو راهیسې ډلهییز بریدونه پیل کړي او هڅه کوي چې یاده ولسوالۍ سقوط کړي.
په ورته وخت کې د یاد ولایت د ولایت مقام مسؤلین هم مني چې وسلهوالو طالبانو پر یادې ولسوالۍ بریدونه پیل کړي، خو هلته يي تازه دمي کمانډو سرتیري رسیدلي دي.