دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۳ سرطان ۱۳۹۸ ساعت ۱۶:۳۶
د مطلب کود : 187812
طالبانو سیاسی ډله په قطر کې: د سولې هوکړي امکان شته
د امریکا او طالبانو خبرې حساس پړاو ته رسیدلي دي.د امریکا د بهرنیو چارو وزیر پرون ویلي و چې د افغان سولې وخت راغلی او د طالبانو سیاسي ډلې نن ویلي ممکن د سولې هوکړه وشي.

نن د قطر په پلازمینه دوحه کې د امریکا د مرکچي پلاوي او طالبانو د خبرو شپږمه ورځ ده.
د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین په دی اړه رسنیو ته وویل، د نن ورځې غونډه ځکه مهمه او هیله منوونکې ده چې د ده په خبره امکان لري د سولې هوکړه وشي.
په دې خبرو کې د امریکا مشر مرکچي زلمي خلیل‌زاد تر اوسه څه نه‌دي ویلي، خو پرون د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو ټویټ کړی و چې د افغان سولې وخت راغلی او امریکا د دې پروسې لپاره ژمنه ده.
دا اووم پړاو دی چې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد د طالبانو له سیاسي مشرانو سره په قطر کې خبرې مخته وړي.
امریکا ټینګار کوي چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو پر وتلو، له افغان خاورې د ترورېزم پر نه استفادې، پر بین‌الافغاني خبرو او دایمي اوربند موافقه وشي.
طالبان بیا لومړی د بهرنیو ځواکونو وتل غواړي.
https://avapress.com/vdccsmqsi2bq448.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته