دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۳ سرطان ۱۳۹۸ ساعت ۱۶:۴۴
د مطلب کود : 187814
ترکیه غواړي د ایران او واشنګټن ترمنځ لانجه حل کړي
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردغان وايي چمتو دی چې د واشنګټن-تهران ترمنځ د ستونزې د حل لپاره منځګړی شي.
هغه وویل چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د خپل منځګړیتوب په اړه یې د جي-۲۰ هېوادونو په غونډه کې د جاپان له لومړي وزیر شینزو آبه سره هم خبرې کړي دي.
نوموړي د پنجشنبې په ورځ (جولاۍ۴-چنګاښ۱۳) وویل چې د جاپان له صدراعظم څخه یې غوښتي دي چې که وکولی شي په ګډه د ایران او متحدو ایالتونو ترمنځ د ستونزو په حل کې لاس په کار شي.
نوموړي په چین کې یو شمېر ترکي خبریالانو ته وویل چې غواړي تهران ته ولاړ شي او هلته له ایراني چارواکو سره هم په دې اړه خبرې وکړي.
د واشنګټن او تهران ترمنځ د ستونزو په لړ کې ایران خبرداری ورکړی دی چې خپل اتومي پرګرام به په لوړې کچې له سره پیلوي.
خو ولسشمر ټرمپ د ایراني چارواکو د دغو څرګندونو په غبرګون کې ویلي دي چې " ایران له اور سره لوبې کوي".
https://avapress.com/vdcezf8zejh8vvi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته