دخپریدو نیټه :جمعه ۱۴ سرطان ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۴۵
د مطلب کود : 187829
د خواجه سبزپوش ولسوالی مرکز باندی د طالبانو برید په ترڅ کې ۴۰ تنه وژلي او ټپیان پرځای پریښود
نن جمعه ورځ سهار ۷ بجی د فاریاب ولایت خواجه سبزپوش ولسوالی مرکز جمعه بازار باندی څو هاوان راکتونه غورځولي او وروسته پردی بازار باندی برید کړی دی.

د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، عبدالکریم یورش، فاریاب پولیسو قوماندانی ویاند د افغان غږ خبری آژانس سره په مصاحبه کې وویل چی نن جمعه ورځ(۱۴ سرطان) سهار ۷ بجی طالبان د جمعه بازار سیمی خلګو تجمع باندی څو هاوان راکتونه توغولی او وروسته پردی بازار باندی برید کړی دی او نتیجه یی ۴ تنه وژل شوي او ۳۶ تنه نور ټپیان شوی دی.
هغه زیاته کړه چی زیان لیدونکې ټول ملکی وګړي دی چی وژل شویو کې کوچنیان او مسن کسان هم شامل دی.
د یورش په وینا ټول وژل شوي او ټپیان شوی فاریاب مرکز روغتون ته لیږدول شوي او د ځینو مجروحینو وضعیت خراب ګزارش شوی دی.
ښاغلی یورش ټینګار درلود چی نښته تراوسه امنیتی ځواکونو او طالبانو ترمنځ ادامه لری.
جاری کال کې دا څوم ځل دی چی طالبان په فاریاب کې ملکی وګړی تر بریدونو لاندی نیولی دی.
 
https://avapress.com/vdcau0n6o49naa1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته