خوښ ديک ۰

د خواجه سبزپوش ولسوالی مرکز باندی د طالبانو برید په ترڅ کې ۴۰ تنه وژلي او ټپیان پرځای پریښود

نن جمعه ورځ سهار ۷ بجی د فاریاب ولایت خواجه سبزپوش ولسوالی مرکز جمعه بازار باندی څو هاوان راکتونه غورځولي او وروسته پردی بازار باندی برید کړی دی.
د خواجه سبزپوش ولسوالی مرکز باندی د طالبانو برید په ترڅ کې ۴۰ تنه وژلي او ټپیان پرځای پریښود

د آوا په ګزارش سره، عبدالکریم یورش، فاریاب پولیسو قوماندانی ویاند د آوا سره په مصاحبه کې وویل چی نن جمعه ورځ(۱۴ سرطان) سهار ۷ بجی طالبان د جمعه بازار سیمی خلګو تجمع باندی څو هاوان راکتونه توغولی او وروسته پردی بازار باندی برید کړی دی او نتیجه یی ۴ تنه وژل شوي او ۳۶ تنه نور ټپیان شوی دی.
هغه زیاته کړه چی زیان لیدونکې ټول ملکی وګړي دی چی وژل شویو کې کوچنیان او مسن کسان هم شامل دی.
د یورش په وینا ټول وژل شوي او ټپیان شوی فاریاب مرکز روغتون ته لیږدول شوي او د ځینو مجروحینو وضعیت خراب ګزارش شوی دی.
ښاغلی یورش ټینګار درلود چی نښته تراوسه امنیتی ځواکونو او طالبانو ترمنځ ادامه لری.
جاری کال کې دا څوم ځل دی چی طالبان په فاریاب کې ملکی وګړی تر بریدونو لاندی نیولی دی.
 
جمعه ۱۴ سرطان ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۴۵
د مطلب کود: 187829 په کلپبورډ کې د خبر متن کاپی
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *