د افغانستان ملي دفاع وزارت وایي، د لوګر ولایت په خوشي ولسوالۍ کې یې د هوایي بریدونو پر مهال ۴۲ طالب ترهګر وژلي دي.
لوګر ولایت خوشي ولسوالۍ کې هوایی بریدونو کې ۴۲ تنه طالب وسله وال وژل شوي
14 سرطان 1398 ساعت 11:09
د افغانستان ملي دفاع وزارت وایي، د لوګر ولایت په خوشي ولسوالۍ کې یې د هوایي بریدونو پر مهال ۴۲ طالب ترهګر وژلي دي.
د دفاع وزارت له لوري په خپره شوې خبر پاڼه کې ویل شوي چې د دې عملیاتو په پایله کې د وسله والو ترهګرو ۳۷ میله کلاشینکوفونه، ۳ میله راکټونه، ۵ میله پیکا ګانې او ۲۰ مخابرې هم له منځه وړل شوې دي.
وسله والو طالبانو تر دې مهاله د لوګر په خوشي ولسوالۍ کې د خپلو جنګیالیو د وژل کیدو په اړه څه نه دي ویلي.
د مطلب کود: 187831