د دفاع وزارت له لوري په خپره شوې خبر پاڼه کې ویل شوي چې د دې عملیاتو په پایله کې د وسله والو ترهګرو ۳۷ میله کلاشینکوفونه، ۳ میله راکټونه، ۵ میله پیکا ګانې او ۲۰ مخابرې هم له منځه وړل شوې دي.
وسله والو طالبانو تر دې مهاله د لوګر په خوشي ولسوالۍ کې د خپلو جنګیالیو د وژل کیدو په اړه څه نه دي ویلي.