د غزني ولایت مرکز اړوند غریبان سیمه کې په یوه مسجد کې چاودنه شوې چې، په ترڅ کې یې ۲۲ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د غزني په يوه مسجد کې د چاودنې له امله ۲۲ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې
د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 15 سرطان 1398 ساعت 9:16
د غزني ولایت مرکز اړوند غریبان سیمه کې په یوه مسجد کې چاودنه شوې چې، په ترڅ کې یې ۲۲ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د غزني د والي ویاند عارف نوري وویل، پرون جمعه ماښام د غزني ښار اړوند غریبان سیمه کې د محمدیه په نوم په یوه جومات کې چاودنه رامنځته شوې چې له امله یې ۱ تن وژل شوی او ۲۱ نور ټپیان دي.
همدارنګه عارف نوري وویل چې، په ټپيانو کې د درېیو کسانو روغتيايي حالت د اندېښني وړ دی او ټپیان د بېړنۍ درلمني په موخه کابل ښار ته استول شوي دي.
تردې دمه د پیښې مسوولیت کومې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی.
د مطلب کود: 187836