د غزني د والي ویاند عارف نوري وویل، پرون جمعه ماښام د غزني ښار اړوند غریبان سیمه کې د محمدیه په نوم په یوه جومات کې چاودنه رامنځته شوې چې له امله یې ۱ تن وژل شوی او ۲۱ نور ټپیان دي.
همدارنګه عارف نوري وویل چې، په ټپيانو کې د درېیو کسانو روغتيايي حالت د اندېښني وړ دی او ټپیان د بېړنۍ درلمني په موخه کابل ښار ته استول شوي دي.
تردې دمه د پیښې مسوولیت کومې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)