دخپریدو نیټه :شنبه ۱۵ سرطان ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۴۴
د مطلب کود : 187838
د افغانستان او تاجیکستان ترمنځ د اقتصادي او سوداګرۍ ګډ کمېسیون په اوومه ناسته  کې په دوه اړخیزو اقتصادي او سوداګرۍ اړیکو په زیاتوالي ټینګار وشو
همداشان د دواړو لوریو په هوکړه د دواړو هیوادونو تر منځ د ۱۳۹۹ کال د کمېسیون اتمه ناسته به په کابل کې ترسره شي.
د افغانستان او تاجیکستان ترمنځ د اقتصادي، سوداګریزې، ټولنیز او تخنیکي بین الحکومتي  ګډ کمېسیون اوومه ناسته د دو ورځو لپاره د چنګاښ میاشتې په (۱۳ -۱۴مه) نېټه د مالیې وزارت سرپرست او د زېربنا په چارو کې د ولسمشرۍ عالي مقام ستر سلاکار پروفیسور محمد همایون قیومي، او د تاجیکستان د نقلیاتو (ټرانسپورټ) وزیر ښاغلي خدایارزاده خدایار ذوقي بیک، په مشرۍ  د دواړو هیوادنو د دولتي لوړ پوړو پلاوي په شتون کې د تاجیکستان په پلازمېنه دوشنبه کې جوړ شو.
یادې ناستې څلور کمېټې درلودې.
۱. اقتصادي او سوداګرۍ، صنعت، نقلیات او ترانسپورټ، ګمرک او استندرد جوړونه
 ۲. انرژۍ، د اوبو ذخیرې، نفت او ګاز
 ۳. کرنه، چاپیریال ساتنه، د اضطراري حالاتو مخنیوی او بیمه
 ۴. کلتور، لوبې او سیاحت، عامې روغتیا، پوهنې او لوړې زده کړې
په دې ناسته کې دواړو لوریو د افغانستان او تاجیکستان ترمنځ د اقتصادي او سوداګرۍ اړیکو په لا پیاوړتیا، د ګډې کلنۍ سوداګریز نندارتون په لاره اچولو، د راغون – پلخمري ۵۰۰ کیلوولټه برېښنا مزي د لیږد په تاسیس، د کندوز ولایت لپاره  د ۱۱۰ کیلوولټه برېښنا مزي له لارې د برېښنا انرژۍ تورید قرارداد په نوي کولو، د جم دښتې برېښنا بند په تړاو په ګډو څېړنو چې د ۴۰۰۰ میګاواټه برېښنا وړتیا لري، د سناباد او سیب زار د برېښنا بند پروژې د پلي کیدو په اړه په دوه اړخیزو همکاریو، د اوبو ذخیرو او د امو سیند د سواحلو د تحکیم په برخو کې په همکاریو، د نفت او ګازو د زده کړې او اکتشاف همداشان په بین المرزي سیمو کې د نفت او ګازو د ذخیرو په برخه کې په دوه اړخیزو همکاریو، د صادراتي او وارداتي توکو د سټنډرډ جوړونې په برخه کې په همکاریو، د بیړنیو حالاتو په رفع کولو، د افغانستان، تاجیکستان او ترکمنستان د اوسپنې کرښې جوړېدو په بررسۍ، د تاجیکستان سمنټو په پیرنې، ګمرکي اطلاعاتو په تبادله، د کرنیزو محصولاتو د صادراتو په پیاوړتیا، د باغدارۍ په ودې او د تخمونو په روزنې، د مالدارۍ او وترنرۍ په برخه کې په تخنیکي همکاریو، د کلتوري، باستاني او هنري اثارو د همکاریو په پیاوړتیا، د ورزشي او سیاحت اړیکو په پراخېدو، د صنعت، بېمې، عامې روغتیا، پوهنې او لوړو زده کړو په برخه کې د دوه اړخیزه همکاریو  په پراخېدو، د نوښوتونو او معلوماتي ټکنالوژۍ په برخه کې د ګډو علمي تحقیقاتو په تر سره کیدو او یو شمېر نورو اړوندو مسایلو په تړاو خبرې وشوې او په اړه یې اړینې پرېکړې وشوې.
په پای کې د افغانستان او تاجیکستان ترمنځ د اقتصادي، سوداګریزې، ټولنیزې او تخنیکي بین الحکومتي  ګډ کمېسیون اوومې ناستې پروتوکول چې د یادو مواردو په برخه کې وو، د مالیې وزارت سرپرست او تاجیکستان د ټرانسپورټ وزیر تر منځ لاسلیک شو.
همداشان د دواړو لوریو په هوکړه د دواړو هیوادونو تر منځ د ۱۳۹۹ کال د کمېسیون اتمه ناسته به په کابل کې ترسره شي.
د یادونې وړ ده چې د یادې ناستې په پای کې د مالیې وزارت ویاند او د اړیکو او عامه پوهاوي رئیس ښاغلي شمروزخان مسجدي، د افغانستان او تاجیکستان تر منځ د اوومې اقتصادي او سوداګرۍ ګډ کمېسیون د هوکړه شویو موضوعاتو په اړه له کورنیو او بهرنیو رسنیو سره معلومات شریک کړل.
 
https://avapress.com/vdcae0n6a49naa1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته