دخپریدو نیټه :شنبه ۱۵ سرطان ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۱۶
د مطلب کود : 187843
ای سي جي: ښایي تر سپټمبر مخکې د امریکا او طالبانو ترمنځ هوکړه وشي
د بحران نړیواله ډله وایي، ددې ډېر امکان شته چې د روان میلادي کال تر سپټمبر میاشت مخکې د امریکا او طالبانو ترمنځ هوکړه وشي.

د بحران نړيوالې ډلې د اسیایي پروګرامونو مديرې لورل ميلر وویل، دا به د افغانستان د سولې هوکړه نه وي، بلکې دا به د امریکا او طالبانو تر منځ یوه هوکړه وي.
د لورل ميلر په خبره واشګنټن ته د خپل هيواد ملي امنيت او ملي ګټې مهمې دي، دا ورته مهمه نه ده چې، طالبانو به په راتلونکې کې په افغانستان کې څه ډول سياسي ځایګوټی ولري او د اوسني حکومت برخليک به څه ډول وي.
لوریل میلر وویل: «زه فکر کوم چې د سپټمبر میاشتې څخه وړاندې به د امریکا او طالبانو ترمنځ یوه هوکړه وشي، خو دا هوکړه به یواځې د طالبانو او امریکا ترمنځ وي اود افغانستان حکومت به په کې ګډون نه لري.د امریکا له پاره ډيره اړینه نه ده چې، د طالبانو راتګ سره به د افغانستان راتلونکې څرنګه وي او یا هم د افغانستان سره د نړیوالې ټولنې مرستې او سیستم به څرنګه وي.هغه څه چې امریکا ته اړین دي امنیت او ددې هېواد ګټې دي.»
په ورته وخت کې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دايمې استازې له طالبانو غواړي چې، د سولې لپاره دې عملي ګامونه واخلي.
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازې عادله راز په وينا افغان حکومت د سولې په موخه له نرمښت څخه کار اخلي، نو په همدې موخه يې سلګونه طالب بنديان له زندانونو څخه خوشي کړل او په وينا يې اوس د طالبانو وار دی چې د سولې په موخه خپل نيت وښایي او عملي ګامونه واخلي.
وړاندې تردې د امریکا بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو کابل ته د خپل سفر پرمهال وویل چې، هیله مند دی د ټاکنو څخه وړاندې به له طالبانو سره یوې هوکړې ته ورسیږي.
 
سرچينه : TV1
https://avapress.com/vdcgtu9qwak9774.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته