کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د غزني ولایت جغتو او خواجه عمري ولسوالیو ته د طالبانو د تش په نامه ولسوالانو په ګډون (۱۱) طالبان ووژل شول

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 15 سرطان 1398 ساعت 10:22

تیرو ۲۴ ساعتونو کې د غزني ولایت جغتو او خواجه عمري ولسوالیو ته د طالبانو د تش په نامه ولسوالانو په ګډون (۱۱) تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي.


تیره ورځ د مرکز غزني اړوندو کې د هوایې ځواکونو په یوه برید کې د غزني ولایت جغتو ولسوالۍ ته د طالبانو تش په نامه ولسوال عبدالخالق مشهور په ابو محمد او خواجه عمري ولسوالۍ ته د طالبانو تش په نامه ولسوال ملا منیر ووژل شول. دغه راز تیره ورځ د غزني ولایت د اندړو او قره باغ ولسوایو اړوندو کې د هوایې بریدونو او د مقر ولسوالۍ په میرزاخیل کلي کې د وسله والي نښتي په ترڅ کې نهه (۹) تنه طالبان وژل شوي دي.
 


د مطلب کود: 187845

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/187845/د-غزني-ولایت-جغتو-او-خواجه-عمري-ولسوالیو-ته-طالبانو-تش-په-نامه-ولسوالانو-ګډون-۱۱-طالبان-ووژل-شول

آوا
  https://www.avapress.com