دخپریدو نیټه :شنبه ۱۵ سرطان ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۲۷
د مطلب کود : 187846
د شیعه علماوو شورا رئیس په کندوز کې په شهادت ورسید
مسلح طالبان عبدالقیوم انصاری د شیعه علماوو شروا رییس د کندوز په ولایت کې په شهادت ورسول.

د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، دا پیښه تیره ورځ ماسپښین(۱۴ سرطان) د کندوز ولایت مرکز کې رامنځته شوی دی.
سید سرور حسینی، د کندوز پولیسو قوماندانی ویاند، وایی حجت الاسلام عبدالقیوم انصاری، د کندوز شیعه علماوو شورا رییس، تیره ورځ ماسپښین ددی ولایت بلوچ های الچین په سیمه کې د مسلح طالبانو له لوری د موترسایکل څخه کښته شوي او وروسته په ډزو باندی په شهادت رسولی دی.
تراوسه د هغه وژل کیدو لامل د طالبانو له لوری نه دی ویل شوی.
د شخصیتونو او دولتی چارواکو او غیری دولتی کسانو ترور د تروریستی ډلو له لوری یو معمول امر په حساب راځی.
 
https://avapress.com/vdcjxaevmuqeooz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته