د دفاع وازت له لوري په خپره شوې خبر پاڼه کې ویل شوي، چې د وسله والو طالبانو د سرې قطعې دغه قومندان له خپلو ۱۲ نورو وسله والو سره یوځای په یوه هوایي حمله کې وژل شوی دی.
د خبر پاڼې په حواله پر وسله والو طالبانو دغه مرګوني بریدو د تخار ولایت د بهارک ولسوالۍ په دوراهي سیمه کې تر سره شوي دي.