د افغانستان ملي دفاع وزارت، په تخار ولایت کې د طالبانو د سرې قطعې قومندان مولوي عزیزالله د وژل کیدو خبر ورکړی دی.
تخار ولایت کې د طالبانو سرې قطعې قومندان وژل شوي
15 سرطان 1398 ساعت 10:40
د افغانستان ملي دفاع وزارت، په تخار ولایت کې د طالبانو د سرې قطعې قومندان مولوي عزیزالله د وژل کیدو خبر ورکړی دی.
د دفاع وازت له لوري په خپره شوې خبر پاڼه کې ویل شوي، چې د وسله والو طالبانو د سرې قطعې دغه قومندان له خپلو ۱۲ نورو وسله والو سره یوځای په یوه هوایي حمله کې وژل شوی دی.
د خبر پاڼې په حواله پر وسله والو طالبانو دغه مرګوني بریدو د تخار ولایت د بهارک ولسوالۍ په دوراهي سیمه کې تر سره شوي دي.
د مطلب کود: 187849