دخپریدو نیټه :شنبه ۱۵ سرطان ۱۳۹۸ ساعت ۱۶:۳۴
د مطلب کود : 187883
کورنیو چارو وزارت: پکتیا ولایت کې وسله والو طالبانو دوه مهم ډلمشران ووژل شو
کورنیو چارو وزارت وایي د پکتیا ولایت په زرمت ولسوالۍ کې یې د وسله والو طالبانو دوه مهم ډلګۍ مشران وژلي دي

د کورنیو چارو وزارت له لوري نن په یو خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي:” تېره ورځ د پکتیا ولایت د زرمت ولسوالۍ پر اډې ترهګرو طالبانو برید کړی، چې د زرمت ولسوالۍ د امنیتي ځواکونو له ځوابیه غبرګون سره مخ شوي دي. د امنیتي ځواکونو او ترهګرو طالبانو ترمنځ نښته کې د طالبانو دوه مهم ډلمشران وژل شوي او یو شمېر وسلې، جګړه ییز توکي او یو عراده موټرسایکل یې د امنیتي ځواکونو لاسته ورغلي دي”.
کورنیو چارو وزارت ویلي چې په دې بریدونو کې امنیتي او دفاعي ځواکونو ته کوم زیان نه دی ور اوښتی.
په ورته وخت وسله والو طالبانو هم تردې دمه په دې اړه لا څه نه دي ویلي.
 
https://avapress.com/vdcaa0n6e49naa1.hxk4.html
ټګونه
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته