دخپریدو نیټه :شنبه ۱۵ سرطان ۱۳۹۸ ساعت ۱۶:۳۶
د مطلب کود : 187884
د خیټې د بادو د خوشبو کولو درمل بازار ته راغلل
یو فرانسوي شرکت داسې درمل تولید کړي چې د خیټې باد خوشبویه کوي او مشتریانو ته ددې امکان ورکوي چې حتی د خوښې وړ بوی یا وږمه انتخاب کړي.

د خیټې د باد د بوي او وږمې د بدلولو مفکوره لومړی ځل یو فرانسوي نوښتگر چې کریستیان پوینشوال نومیده په ٢٠٠٧ کال کې مطرح کړه. هغه ادعا وکړه چې د مختلفو موادو په ترکیب سره کولای شي د خیټې بد بوي د عطرو په څیر په ښه او مطلوبو بویونو واړوي.
پوینشوال خپلې موندنې د "لوتین مالین" شرکت ته ورکړې او دغه شرکت له ازمیښتونو او طبي جواز تر لاسه کولو وروسته په پراخه اندازه ددغو درملو تولید پیل کړی دی.
د لوتین مالین شرکت مسؤلینو ویلي چې ددې درملو د تولید لپاره مصرفي مواد په بشپړه توگه طبیعي دي او په کې د هیڅ ډول کیمیاوي مادې یا عنصر څخه استفاده نه کیږي.
لوتین مالین لومړی خپل محصولات په کمه توگه عرضه کول، خو پدې وروستیو کې یې د انټرنیټ له لارې پراخ بازار ته مخه کړې او د نړۍ په مختلفو هیوادونو کې زیات اخیستونکي لري.
ددې شرکت د مسؤلینو په وینا د خیټې د بادو د خوشبویه کولو درملو کارونکي عجیبې نتیجې لري او تر اوسه هیڅ یو پیریونکي ترې شکایت ندی کړی.
اوسمهال دغه گولې په پنځه ډوله مختلفو وږمو سره تولیدیږي او کارونکي یې کولای شي د خیټې د بادو لپاره د خپلې علاقې وړ وږمه انتخاب کړي.
ددغو درملو د یو پاکټ بیه چې ٦٠ گولۍ په کې دي شاوخوا ٢٠ یورو ده او په انټرنیټي پاڼو او پلورنځیو کې پلورل کیږي
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcbwzb8arhbwwp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته