دخپریدو نیټه :شنبه ۱۵ سرطان ۱۳۹۸ ساعت ۲۱:۰۶
د مطلب کود : 187902
طالبانو هرات کې عامه محافظت شپږ سرتېري وژلي
په هرات کې چارواکي وايي، طالبانو د هرات – خواف د اوسپنۍ د پټلۍ د عامه محافظت د ځواکونو شپږ سرتېري وژلي دي.

د غوریان ولسوال فرهاد خادمي په دی اړه رسنیو ته وویل، دا سرتېري د طالبانو په هغه برید کې وژل شوي چې د دې ولسوالۍ د ساغر په نوم پر امنیتي پوستې یې تېره شپه کړی دی.
د هرات یو امنیتي چارواکي چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، په سیمه کې د ازادي راډیو خبریال ته ویلي، په دې برید کې د عامه محافظت ځواکونو لس سرتېري وژل شوي او ۱۱ نور طالبانو اسیران کړي دي.
بل خوا د هرات چارواکي په کرخ ولسوالۍ کې هم د طالبانو او ولسي پاڅوانوالو ترمنځ نښته کې د مرګ ژوبلې د اوښتو خبر ورکوي.
د هرات امنيه قوماندان په دی اړه رسنیو ته وويل، د وسله والو طالبانو د سرې قطعې غړو تېره شپه د کرخ ولسوالۍ په تګاب سيمه کې حمله پيل کړه چې تر نن سهاره روانه وه.
مل پاسوال امین الله امرخېل وايي، په پېښه کې ٥ تنه پوليس او ولسي پاڅونوال وژل شوي او ٥ نور ټپيان شوي دي.
قوماندان وايي، په دې پېښه کې وسله وال طالبان هم وژل شوي دي.
ده وویل: دواړو لوريو ته مرګ ژوبله اوښتې ده، هم د ولسي پاڅونوالو ځواک ته او هم ملي او محلي پوليسو ته، موږ لس تنه مړه او ټپيان لرو چې پنځه تنه وژل شوي او پنځه تنه يې ټپيان دي، د دښمن ٨ تنه هم وژل شوي او د ټپيانو شمېر يې معلوم نه دى.
په دې وروستيو کې وسله والو طالبانو د هرات پر ختيځو ولسواليو خپلې حملې زياتې کړې دي.
https://avapress.com/vdccxmqsi2bq4o8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته