دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۶ سرطان ۱۳۹۸ ساعت ۰۸:۴۹
د مطلب کود : 187906
امریکا د افغانستان نه د بهرنیو قواوو د وتلو مهالویش رد کړ – امریکایي مقام
د امریکایي پلاوي یو غړي چې د طالبانو سره په مذاکراتو بوخت دی ویلي دي امریکایي هیت د افغانستان نه د بهرنیو ځواکونو د ایستلو ثابت مهالویش په "قطعي" توگه رد کړی دی.

دغه امریکایي مقام چې نه یې غوښتل نوم یاد شي د اسوشیتیدپرس اژانس ته وویل: "د امریکا متحده ایالات د طالبانو سره د سولې د معاملې د یوې برخې په توگه د ١٨ میاشتو په ترڅ کې د قواو د ایستلو وړاندیز قطعاً ندی کړی".
له دې دمخه د طالبانو استازو ویلي وو چې د امریکایي مذاکره کوونکو سره چنې وهي چې د سولې له موافقې وروسته د ١٨ میاشتو په ترڅ کې په افغانستان کې میشت ټول بهرني ځواکونو له دې هیواد نه ووځي.
خو دغه امریکایي مقام د امریکا او طالبانو ترمنځ مذاکرات چې د څه دپاسه یوې اونۍ راهیسې په قطر کې روان دي "ډیر گټور" گڼلي دي. دغه مقام د مذاکراتو په روان پړاو کې د پرمختگونو په هکله نور جزییات ندي ورکړي.
بل خوا د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي ویلي چې د طالبانو سره د تیرو شپږو ورځو خبرې په بې سارې توګه ګټورې وې.
زلمي خلیلزاد په ټویټر کې لیکلي چې د تروریزم سره د مبارزې ډاډ، د عسکرو ایستل، په بین الافغاني خبرو کې ګډون، مذاکرات، تل پاتی او هر اړخیز اوربند هغه څه مهم مسایل دي چې مهم پرمختګ پکې شوی.
خلیلزاد ویلي دي چې د طالبانو د سولې خبرې د بین الافغاني غونډې په خاطر ځنډیږي او د جولای د میاشتې په نهمې به بیرته پیل شي. طالبانو هم ویلي دي چې د مذاکراتو نه خوښ دي او تر اوسه د هیڅ خنډ سره ندي مخ شوي
 
سرچينه : صدای امریکا
https://avapress.com/vdcgzu9q3ak97y4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته