دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۶ سرطان ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۳۷
د مطلب کود : 187914
غزني کې د ملي امنیت په یوه کنډک موټر بم چاودنه شوې
د غزني ښار په مرکز کې د لومړني حوزه په مربوطاتو د ملي امنیت په یوه کنډک نن یکشنبه سهار څه باندې ۸ بجې د موټر بم چاودنه شوې.

د ولایت ویاند محمد عارف نوري ته وویل، په‌دې برید کې یو تن وژل شوی او له ۲۰ زیات ټپیان دي.
دی وايي، د ملي امنیت د کارکوونکو ترڅنګ د یوه خصوصي ښوونځي زده‌کوونکو ته هم مرګ ژوبله اوښتې او د کنډک د ودانۍ ترڅنګ شاوخوا کورونو ته هم زیانمن شوي دي.
د غزني ښار د ننني چاودنې پړه وسله والو طالبانو پرغاړه اخیستې ده.
 
https://avapress.com/vdcfyedyjw6dc1a.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته