دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۶ سرطان ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۱۶
د مطلب کود : 187920
د " شیخ عبدالقیوم انصاری" ترور د دین علماوو په وړاندی هولناک جنایت
د افغانستان شیعه علماوو شورا د حجت السلام و المسلمین عبدالقیوم انصاری د کندوز شیعه علماوو شورا رییس او رسول اکرم(ص) مدرسه مسوول ترور د یو بیانیه په خپرولو سره محکوم او دا ترور د هیواد علماوو په وړاندی هولناک جنایت وبلل.

د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، د علماوو شورا په دی بیانیه کې د ملی امنیت چارواکو او سیمه ایز چارواکو څخه غوښتی چی د علماوو ځان ساتنې لپاره جدی امنیتی تدابیرو ترڅنګ، ددی جنایت عاملین شناسایی او قانون پنجه ته وسپاری.
حجت الاسلام و المسلمین سید حسین رضوانی بامیانی د حضرت آیت الله العظمی حکیم دفتر مسوول او شیعه علماوو شورا کلتوری کمیسیون رییس هم د افغان غږ خبری آژانس سره په مصاحبه کې د کندوز علماوو شورا رییس مشکوک ترور محکومولو ترڅنګ په افغانستان کې دینی علماوو په وړاندی توطئه څخه اندیښنه ښودلی دی.
هغه زیاته کړه: تیرو اخیرو کلونو کې دینی علما او فعالین په هدفمندانه توګه د هیواد په بیلابیلو سیمو کې ترور کیږی، خو ددی ترورونو څخه هیڅ قضیه تراوسه ترڅیړنې لاندی نه دی نیول شوي.
هغه ټینګار وکړ چی دین علما مجبور دی چی الهی احکام خلګو ته ورسوی او امر به معروف او نهی د منکر ترویج کړی، خو ددی لپاره چی قهریه قوه له لوری کوم ملاتړ د ځان سره نه لری متاسفانه ځینو وختونه د حقایقو په بیانولو سره ژوند یی په خطر کې لویږی.
یادولو وړ دی چی څو کلونو راهیسی هیواد مشهور علما په مزموزانه توګه په قتل رسیږی خو هیڅ عاملین یی تراوسه د امنیتی ارګانونو له لوری ترقانونی پیګرد لاندی نیول شوی نه دی.
 
 
https://avapress.com/vdccimqsx2bq4o8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته