کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

کندهار کې افغان ځواکونو سره مخامخ جګړه کې ۲۲ تنه وسله وال طالبان ووژل شو

16 سرطان 1398 ساعت 11:23

کورنیو چارو وزارت وایي، د کندهار ولایت په میوند او پنجوایي ولسوالیو کې طالب ترهګرو ته په مخامخ جګړه کې ګڼ ځاني زیاتونه اوښتې.



د کورنیو چارو وزارت د خبر له مخې د کندهار ولایت امنیي قومندانۍ د منسوبینو او وسله والو طالبانو ترمنځ په نښته کې د دوو طالب قومندانانو په ګډون ۱۷ ترهګر په میوند ولسوالۍ کې وژل شوي او ۱۴ ټپیان شوي دي.
د کورنیو چارو وزارت د بیان له مخې د امنیتي او دفاعي ځواکونو او طالب ترهګر ترمنځ د کندهار ولایت په پنجوايي ولسوالۍ کې هم جګړه شوې په پایله کې ۵ طالب وسله وال وژل شوي او ۳ نور ژوبل شوي دي.
په خبر پاڼه کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو د تلفاتو په اړه څه نه دي ویل شوي.
 


د مطلب کود: 187922

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/187922/کندهار-کې-افغان-ځواکونو-سره-مخامخ-جګړه-۲۲-تنه-وسله-وال-طالبان-ووژل-شو

آوا
  https://www.avapress.com