دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۶ سرطان ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۴۲
د مطلب کود : 187936
بدخشان ولسوالیو ۱۷ کلۍ اوسیدونکې د برشنا څخه برخمن شو
برشنا شرکت اعلان کړ چی یو لوړپوړۍ دولتی هیئت د اجینر امان الله غالب د برشنا شرکت عمومی رئیس بدخشان ولایت ته سفر کړي او ددی ولایت ولسوالیو ۱۷ کلیو ته برشنا افتتاح کړ.

د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، دا هیئت کې انجینر محمد ګل خلمی د انرژی او اوبو وزارت سرپرست، انجنیر شکیب احمد د برشنا تخنیکی مشاور، محمد همایون قیومی د مالیه وزارت سرپرست هم ګډون درلود.
ددی سفر په لړ کې ولسوالیو ۱۷ کلیو ته د برشنا شبکی په عملی توګه افتتاح او ګټه اخیستنې ته وړاندی شو چی د پامیر انرژی له لوری نصب او منتاژ شوی دی.
پامیر انرژی مجموعآ ۱۹ پایه ترانسفر د ۱۰۵۰ کیلوولت امپیر په ظرفیت د ماه می ولسوالی او دروازو باندی نصب او منتاژ کړي چی ۶۵۶ کورنۍ او ۴۵۹۲ مشترک ددی څخه ګټه اخلی.
د یادولو وړدی چی د ۹ پایو ترانسفر نصب لپاره د ۵۵۰ کیلووات امپیر مجموعی ظرفیت لپاره چی ۴۳۰ کورنیو لپاره برشنا د دروازو څخه تامینوی د پامیر انرژی سره هم قرارداد شوي چی مالی تمویل یی د آغا خان فوندیشن له لوری دی.
 
https://avapress.com/vdcjtaevmuqeohz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته