کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په دوحه کې د جرمني او قطر په کوربه توب بین الافغاني ناسته پیل شوه

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 16 سرطان 1398 ساعت 14:51

د قطر په پلازمېنه دوحه کې د جرمني او قطر حکومت په کوربه توب بین الافغاني ناسته پیل شوه.



د لومړي ځل لپاره د بېلابېلو ډلو د شااوخوا اویا افغانانو ترمنځ بین الافغاني غونډه د قطر په پلازمېنه دوحه کې د د دغه هېواد د بهرنیو چارو د وزیر په وینا سره پيل شوه.
د غونډې د پیل په شېبو کې د افغان سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او یو شمېر نورو بهرنیانو هم ګډون کړی و چې وروسته له غونډې ووتل او افغانانو خپلمنځي خبرې پيل کړې.
د قطر بین الافغاني ناسته به دوه ورځې دوام وکړي او ګډونوال به په کې د شخصیتونو په ډول د افغانستان د سولې په اړه په خپلو کې نظرونه شریک کړي.
د افغانستان د اجرائيه ریاست مرستیال ویاند فریدون خوځون د یکشنبې په ورځ له ازادي راډیو سره په خبرو کې د قطر د ناستې له ګډنوالو وغوښتل چې د افغان سولې په اړه ښه تصمیم ونیسي.
ده وویل: ټول افغانان طالبان او هغه پلاوی چې له کابله ورغلی، دوی باید په داسې مسایلو په خپلو کې جدي خبرې وکړي او تصمیم ونیسي چې په افغانستان کې جګړه ختمه او افغانانو ته سوکالي راوړي.
په دغه ناسته کې کې شااوخوا ۱۷ طالب استازو او له کابله ورغلي ۵۳ کسیز پلاوي چې د افغان حکومت چارواکي، د ملي شورا غړي، سیاستوال، مدني استازي او مېرمنې په کې شامل دي، ګډون کړی.
ناسته د بندو دروازو تر شا کېږي او رسنیو ته اجازه نه ورکول کېږي چې د غونډې له تالاره راپورنه چمتو کړي.
 


د مطلب کود: 187937

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/187937/په-دوحه-کې-د-جرمني-او-قطر-کوربه-توب-بین-الافغاني-ناسته-پیل-شوه

آوا
  https://www.avapress.com