کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په غور کې چاودنه د ۷ کوچنیانو ژوند واخیست

16 سرطان 1398 ساعت 14:55

غور ولایت سیمه ایز چارواکې وایی چی په دی ولایت کې چاودنې له امله، ۷ تنه کوچنیان ژوند له لاسه ورکړي او یو تن بل ټپی شوی دی.



 
دا چاودنه تیره شپه د دولتیار ولسوالی " سُمک" په سیمه کې رامنځته شوي چی دا کوچنیان خپل لوبو باندی بوخت وو.
عبدالحی خطیبی، د غور والی ویاند یک شنبه په ورځ امریکا غږ ته وویل چی ددی پیښی ټول قربانیان د یو کورنۍ غړۍ دی چی د پنځو څخه تر ۱۵ کالو پوری عمر درلود.
ښاغلی خطیبی زیاته کړه چی یو کوچنی ټپی شوی دی او دولتیار ولسوالی صحی مرکز ته لیږدول شوی دی او درمان لاندی قرار لری.
هغه زیاته کړه چی دا ماین په تازګیو کې د طالبانو له لوری د افغان امنیتی ځواکونو هدف قرار ورکولو لپاره د دولتیار ولسوالی کې ځای پرځای شوی وو چی دا کوچنیان خپل طعمه کړ.
طالبان تراوسه په دی اړه څه نه دی ویلی.
 


د مطلب کود: 187938

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/187938/په-غور-کې-چاودنه-د-۷-کوچنیانو-ژوند-واخیست

آوا
  https://www.avapress.com