کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په تېرو ۱۷ کلونو کې، امریکا او متحدینو یي په افغانستان کې په ملیاردونه ډالرو بې ځایه لګولي دي

16 سرطان 1398 ساعت 16:36

جان ساپکو ټینګار وکړ چې، امریکا په افغانستان کې ۱۳۲ ملیارده ډالره د بیارغونې په برخه کې لګول شوي دي، خو لدې جملې ځینې پیسې بې ځایه لګول شوې دي.



جان ساپکو وویل: «تر نن پورې مونږ د مخدره موادو سره د مبارزې په برخه کې ستراتیژي نه لرو، هغه څه چې مونږ په خپل وروستي راپور کې ورته اشاره کړې دا دي چې، د مخدره موادو سره د مبارزې په برخه کې همغه پخوانۍ کړنلارې شتون لري. د مخدره موادو سره د مبارزې په برخه کې هیڅ هڅې شتون نه لري.»
د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړی څارونکی وویل، چې په تېرو ۱۷ کلونو کې، امریکا او نړیوالو متحدینو یي په افغانستان کې په ملیاردونه ډالرو بې ځایه لګولي دي.
جان ساپکو ټینګار وکړ چې، امریکا په افغانستان کې ۱۳۲ ملیارده ډالره د بیارغونې په برخه کې لګول شوي دي، خو لدې جملې ځینې پیسې بې ځایه لګول شوې دي.
امریکا په افغانستان کې په مختلفو پروژو په میلیادونه ډالر پیسې لګولې دي، خو د یادو پیسو د ساتلو لپاره یې کومه برنامه نه درلوده او افغانانو هم ونشو کولای چې لدې پیسو په ښه ډول ساتنه وکړي.
 


د مطلب کود: 187951

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/187951/په-تېرو-۱۷-کلونو-کې-امریکا-او-متحدینو-یي-افغانستان-ملیاردونه-ډالرو-بې-ځایه-لګولي-دي

آوا
  https://www.avapress.com