خوښ ديک ۰

حکمتیار: په ټاکنو کې بايد کډوالو ته د رأيې ورکولو زمينه برابره شي

د حزب اسلامي ډلې مشر وايي، د جمهوري رياست په راروانو انتخاباتو کې بايد افغان کډوالو ته هم د رأيې ورکولو زمينه برابره شي.
حکمتیار: په ټاکنو کې بايد کډوالو ته د رأيې ورکولو زمينه برابره شي

ګلبدين حکمتيار نن په کابل کې يوه کنفرانس ته وويل، د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د درغليو د مخنيوي لپاره بايد له بايومټريک سېستمه کار واخيستل شي.
ده وویل: په دغو ټاکنو کې د ولسي جرګې د ټاکنو په څېر بايد درغلي ونه شي، د انتخاباتو خپلواک کمېسيون دې د دغه بهير تضمين وکړي، له بايومټريک سېستمه دې استفاده وشي، هېڅ افغان دې د رأيې له حقه نه محرومېږي، دوى نه غواړي چې کډوال د خپلې خوښې شخصيت وټاکي، دا يو سياسي کار دى چې کډوال د رأيې له حقه بې برخې پاتې شي.
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د جمهوري رياست ټاکنو ته تر ٩٠ لږې ورځې پاتې دي.
ځيني سياسي ګوندونه او سياستوال ټينګار کوي چې دغه انتخابات بايد په شفاف ډول ترسره شي.
په عين حال کې د انتخاباتو خپلواک کمېسيون ويلي چې د جمهوري رياست په ټاکنو کې د بايومټريک سېستم د کارونې لپاره چمتووالى روان دى.
خو کمېسيون وايي چې په ټاکنو کې د افغان کډوالو د ګډون په اړه لا پرېکړه نه ده شوې
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
یکشنبه ۱۶ سرطان ۱۳۹۸ ساعت ۱۷:۲۸
د مطلب کود: 187956 په کلپبورډ کې د خبر متن کاپی
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *