کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د غزني په تروریستي پیښه کې د (۱۱) امنیتي منسوبینو په ګډون(۱۸۳) تنه شهیدان او ټپیان شوي دي

17 سرطان 1398 ساعت 9:47

د غزني ښار اړوند شامیر سیمه کې تیره ورځ ورسهار شاوخوا (۸:۳۰) بجي د ملي امنیت پر شپږمي حوزي د موټر بم چاودنه وشوه، چې پکي د دوو(۲) امنیتي سرتیرو او څلورو(۴) ملکي کسانو په ګډون شپاږ(۶) تنه شهیدان شوي او د نهو(۹) امنیتي سرتیرو په ګډون (۱۷۷) تنه ټپیان شوي دي.

د پیښي پر مهال د ملي امنیت د شپږمي حوزي مسئول او یو شمیر منسوبین په حوزه کې موجود نه وو او د سهارنۍ جلسي لپاره د ملي امنیت ریاست ته تللي وو.
په ټپیانو کې ډیری د پیښي ځای ته څیرمه د یوه خصوصي ښوونځي زده کوونکي او د سیمي اوسیدونکي دي. پیښه کې شاوخوا (۶۰) هستوګنیز او څلور(۴) سوداګریز مارکیټونه سخت زیانمن شوي، او شاوخوا نورو هستوګنیزو کورونو، سوداګریزو مارکیټونو او هټیو ته هم زیانونه اوښتي دي.
 
د مطلب کود: 187979

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/187979/د-غزني-په-تروریستي-پیښه-کې-۱۱-امنیتي-منسوبینو-ګډون-۱۸۳-تنه-شهیدان-او-ټپیان-شوي-دي

آوا
  https://www.avapress.com