دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۷ سرطان ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۴۷
د مطلب کود : 187979
د غزني په  تروریستي پیښه کې د (۱۱) امنیتي منسوبینو په ګډون(۱۸۳) تنه شهیدان او ټپیان شوي دي
د غزني ښار اړوند شامیر سیمه کې تیره ورځ ورسهار شاوخوا (۸:۳۰) بجي د ملي امنیت پر شپږمي حوزي د موټر بم چاودنه وشوه، چې پکي د دوو(۲) امنیتي سرتیرو او څلورو(۴) ملکي کسانو په ګډون شپاږ(۶) تنه شهیدان شوي او د نهو(۹) امنیتي سرتیرو په ګډون (۱۷۷) تنه ټپیان شوي دي.

د پیښي پر مهال د ملي امنیت د شپږمي حوزي مسئول او یو شمیر منسوبین په حوزه کې موجود نه وو او د سهارنۍ جلسي لپاره د ملي امنیت ریاست ته تللي وو.
په ټپیانو کې ډیری د پیښي ځای ته څیرمه د یوه خصوصي ښوونځي زده کوونکي او د سیمي اوسیدونکي دي. پیښه کې شاوخوا (۶۰) هستوګنیز او څلور(۴) سوداګریز مارکیټونه سخت زیانمن شوي، او شاوخوا نورو هستوګنیزو کورونو، سوداګریزو مارکیټونو او هټیو ته هم زیانونه اوښتي دي.
 
https://avapress.com/vdcguu9qyak97y4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته