ملي پولیسو په هرات کې د یو لړ اوپراتیفي عملیاتو په لړ کې یو کس د انسان تښتوونکو له منګلو ژغورلی دی.
هرات کې یو تن د انسان تښتوونکو له منګلو وژغورل شو
د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 17 سرطان 1398 ساعت 11:23
ملي پولیسو په هرات کې د یو لړ اوپراتیفي عملیاتو په لړ کې یو کس د انسان تښتوونکو له منګلو ژغورلی دی.
یاد کس امېد نومېږي، چې څو ورځې دمخه د یوولسمې حوزې په اړوند نواباد سیمه کې د انسان تښتوونکو له خوا تښول شوی و.
د دې ځوان له تښتونې وروسته پولیسو د خلاصون په موخه یې یو لړ عملیات پیل کړل، چې په پایله کې یې د هرات ولایت د کرخ ولسوالۍ له اړوند سیمو د انسان تښتوونکو له منګلو خلاص او کورنۍ ته یې سپارلی دی
د مطلب کود: 187985