د ننګرهار ولایت په روداتو ولسوالۍ کې د نشه يي توکو په وړاندې د مبارزې پولیسو ۴۱۰ کیلو ګرامه نشه يي توکي د چرسو له ډوله کشف او ضبط کړل.
یاد نشه يي توکي په یوه خاور موټر کې په ډېر ځیرک ډول ځای پر ځای شوي وو، چې له کابل څخه تورخم ښارګوټي ته لېږدول کېدل. د دې پېښې په تړاو یو تن نیول شوی، چې خپل جرم یې منلی دی.سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)