کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ننګرهار کې ۴۱۰ کیلو ګرامه نشه يي توکي کشف او ضبط شول

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 17 سرطان 1398 ساعت 11:26

د ننګرهار ولایت په روداتو ولسوالۍ کې د نشه يي توکو په وړاندې د مبارزې پولیسو ۴۱۰ کیلو ګرامه نشه يي توکي د چرسو له ډوله کشف او ضبط کړل.


یاد نشه يي توکي په یوه خاور موټر کې په ډېر ځیرک ډول ځای پر ځای شوي وو، چې له کابل څخه تورخم ښارګوټي ته لېږدول کېدل.
د دې پېښې په تړاو یو تن نیول شوی، چې خپل جرم یې منلی دی.


د مطلب کود: 187986

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/187986/ننګرهار-کې-۴۱۰-کیلو-ګرامه-نشه-يي-توکي-کشف-او-ضبط-شول

آوا
  https://www.avapress.com