د افغانستان ملي دفاع وزارت وایي، د فاریاب ولایت په غور ماچ ولسوالۍ کې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د ځانګړو عملیاتو پر مهال د طالبانو د سرې قطعې ۱۸ جنګیالي وژل شوي دي.
د دفاع وزارت له لوري په دې اړه خپره شوې خبر پاڼه کې ویل شوي چې دغه وژل شوي کسان د طالبانو د سرې قطعې قومندان ملا ناظم او ځانمرګو بریدونو د ښوونې او روزنې مسول مولوي رحیم الله په ډله کې شامل وو. په خبر پاڼه کې د دې عملیاتو په ترڅ کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو د وژل کیدو په تړاو څه نه دي ویل شو ي سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)