د داخله وزارت اعلان په اساس، دا کس، امید نوم لری او څو ورځی مخکې، د سړي تښتوونکو له لوری، د هرات ښار ۱۱ حوزه مربوط نوآباد سیمی څخه تښتول شوی وو.
ددی ځوان تښول کیدو په لړ کې، ملی پولیس، د هغه آزادولو لپاره عملیات ترسره کړ چی په ترڅ کې یی د هرات ولایت کرخ ولسوالی مربوطه سیمو څخه هغه کس د سړي تښتوونکو څخه آزاد او کورنی ته تسلیم کړی دی.
ځینی خارجی اتباع هم په تیرو کلونو کې په هرات کې تښتول شوی وو چی د افغان امنیتی ځواکونو عملیاتونو په ترڅ کې د سړي تښتوونکو څخه آزاد شوی دی.