دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۷ سرطان ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۱۹
د مطلب کود : 187994
دوحه کې د قطر او جرمني په کوربه توب بین الافغاني ناسته پیل شوه
د قطر په پلازمېنه دوحه کې د جرمني او قطر حکومت په کوربه توب بین الافغاني ناسته پیل شوه.

د لومړي ځل لپاره د بېلابېلو ډلو د شااوخوا اویا افغانانو ترمنځ بین الافغاني غونډه د قطر په پلازمېنه دوحه کې د د دغه هېواد د بهرنیو چارو د وزیر په وینا سره پيل شوه.
د غونډې د پیل په شېبو کې د افغان سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او یو شمېر نورو بهرنیانو هم ګډون کړی و چې وروسته له غونډې ووتل او افغانانو خپلمنځي خبرې پيل کړې.
د قطر بین الافغاني ناسته به دوه ورځې دوام وکړي او ګډونوال به په کې د شخصیتونو په ډول د افغانستان د سولې په اړه په خپلو کې نظرونه شریک کړي.
د افغانستان د اجرائيه ریاست مرستیال ویاند فریدون خوځون رسنیو سره په خبرو کې د قطر د ناستې له ګډنوالو وغوښتل چې د افغان سولې په اړه ښه تصمیم ونیسي.
ده وویل: ټول افغانان طالبان او هغه پلاوی چې له کابله ورغلی، دوی باید په داسې مسایلو په خپلو کې جدي خبرې وکړي او تصمیم ونیسي چې په افغانستان کې جګړه ختمه او افغانانو ته سوکالي راوړي.
په دغه ناسته کې کې شااوخوا ۱۷ طالب استازو او له کابله ورغلي ۵۳ کسیز پلاوي چې د افغان حکومت چارواکي، د ملي شورا غړي، سیاستوال، مدني استازي او مېرمنې په کې شامل دي، ګډون کړی.
ناسته د بندو دروازو تر شا کېږي او رسنیو ته اجازه نه ورکول کېږي چې د غونډې له تالاره راپورنه چمتو کړي.

دا په داسې حال کې ده چې په کوربه هېواد قطر کې د افغان سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي او طالب استازو ترمنځ اووم پړاو خبرې روانې دي.
خو طالبانو ویلي چې دا خبرې د قطر د بین الافغاني ناستې له امله ځنډول شوې او دوه ورځې وروسته به بیا پیل شي.
 
https://avapress.com/vdcdn50foyt0jn6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته