دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۷ سرطان ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۲۹
د مطلب کود : 187998
د کونړ چارواکي: څوکۍ ولسوالۍ کې ۶ داعشیان وژل شوي
د کونړ چارواکي په څوکۍ ولسوالۍ کې په ځانګړو عملیاتو کې د اسلامي دولت ډلې یا داعش د څو وسله‌والو د وژل کېدو خبر ورکوي.

د کونړ د والي ویاند عبالغني مصمم ته د دغو عملیاتو د څرنګوالي په اړه وویل: "تېره شپه د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو د صفر۲ قطعې د څوکۍ ولسوالۍ په چمبېل دره کې د داعش پر مرکزونو عملیات کړي چې په‌کې د داعش شپږ وسله‌وال وژل شوي او یو يې ټپې حالت کې ژوندی نیولی دی. په‌دې عملیاتو کې د داعش دوه مهم مرکزونه له وسلو او مهماتو سره یوځای له‌منځه وړل شوي."
مصمم وايي، په یادو عملیاتو کې ولسي وګړو ته مرګ ژوبله نه‌ده اوښتې.
د کونړ د والي ویاند دغه راز وايي، د چپې درې ولسوالۍ په لېرې پرتو ځنګل لرونکو سیمو کې اوس هم د وسله‌والو طالبانو او د داعش یا اسلامي دولت ډلې د وسله‌والو ترمنځ نښته روانه ده
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdchwqnz623n6wd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته