دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۷ سرطان ۱۳۹۸ ساعت ۱۵:۰۸
د مطلب کود : 188001
صدیقي: قطر کې د افغانانو ترمنځ غونډه د سولې بهیر کې یو پرمختګ دی
ولسمشرۍ ماڼۍ قطر کې د افغانانو ترمنځ خبرې، د افغان سولې بهیر کې یو پرمختګ ګڼي.

د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي وايي چې دا خبرې د افغانانو د نظر ادلون بدلون لپاره یوه ښه موکې ده.
ښاغلي صدیقي ټینګار وکړ چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ هم مخامخ خبرې پیل شي.
هغه زیاته کړه:«کېدای شي چې د یوه پرمختګ په توګه وګڼل شي او د هغو افغانانو لپاره یوه موکه ده چې په دغې ناسته کې ګډون لري، څو خپل افکار او نظرونه له مقابل لوري سره شریک کړي.»
د افغانانو ترمنځ ناسته، نن سهار (یکشنبې د چنګاښ په ۱۶مه) په دوحه کې پيل شوه. په دغې غونډه کې کابو اویا تنه سیاستوال، د مدني ټولنې غړو، ښځو او همدارنګه ۱۷ تنه طالب غړو هم ګډون کړی دی.
ټاکل شوې ده چې دا غونډه سبا ته هم دوام پیدا کړي. د دغې غونډې ګډون کوونکي وايي چې تراوسه د خبرو بهیر مثبت دی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپيو په دوحه کې د افغانانو ترمنځ د غونډې له ترسراوي هرکلی کړی.
هغه په خپل ټوېټري پیغام کې لیکلي چې دا غونډه له ډېر انتظار وروسته جوړه شوه:«دا د خوښۍ ځای دی چې د حکومت لوړپوړي چارواکي، د مدني ټولنې غړي، ښځې او طالب استازي په یوه مېز سره راغونډ شوي دي.»
له دې سره سره د سولې عالي شورا پایلې ته د سولې خبرو د رسیدو لپاره د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ پر مستقیمو خبرو ټینګار کوي.
د سولې د عالي شورا د ویاند مرستیال اسدالله زایري وايي:«موږ هیله لرو چې دا خبرې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د مخامخ خبرو زمینه برابره کړي.»
په قطر کې د طالبانو دفتر ویاند ویلي ټاکل شوې له سلامشورو وروسته د نړیوالو شاهدانو او رسنیو په وړاندې د سولې موافقه اعلان شي
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcdzj0ffyt0jz6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته