دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۷ سرطان ۱۳۹۸ ساعت ۱۶:۰۹
د مطلب کود : 188007
اجراییه رییس: تمه ده چې د دوحې غونډې پایله د مستقیمو خبرو لامل شي
د ملي یووالي حکومت اجراییه رییس عبدالله عبدالله نن دوشنبې(د چنګاښ په ۱۷مه) د وزیرانو شورا په غونډه کې وايي غوښتنې دا دي چې د دوحې غونډه د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د مخامخ برخو لامل شي.

ښاغلی عبدالله وايي:«تمه همدا ده چې دا غونډه د دواړو لورو د افغانستان د دولت په ګډون د مخامخ بخرو لامل شي او د هغه پایله سولې ته رسېدل وي.»
د افغانانو ترمنځ دوه ورځنۍ غونډه تېره ورځ په دوحه کې پیل او په دغې غونډه کې کابو ۷۰ تنو سیاستوالو، مدني ټولنې غړو، ښځو او همدارنګه ۱۷ طالب استازو ګډون کړی دی.
ټاکل شوې ده چې ګډون کوونکي نن د غونډې په پای کې، د خپلو دوه ورځنیو خبرو په اړه یوه ګډه اعلامیه خپره کړي.
په دوحه د غونډې له پیل سره هم‎مهاله د طالبانو یوه ځانګري بریدګر له چاودېدونکو توکو ډک موټر ته د غزني ښار د درېیمې حوزې په اړوند سیمه کې چاودنه ورکړه چې د هغه په پایله کې ۱۲ تنه ووژل شول او کابو ۱۸۰ تنه نور ټپيان شول. 
د دغې پېښې ډېری ټپيان ماشومان او مېرمنې دي.
طالبانو د دغه برید مسوولیت منلی او ویلي یې دي چې د هغوی موخه د عزني د ملي امنیت ریاست و.
ښاغي عبدالله همدارنګه دغه برید د سولې په خبرو کې د امتیاز اخیستل ګڼي، خو هغه یو بې ځایه فکر او غلطه مفکوره بولي.
هغه په دې اړه زیاته کړه:«په کابل او غزني کې ځانمرګي بریدونه چې یو ښوونځی وي دا یو بې ځایه فکر دی او غلطه مفکوره ده او د افغانستان خلک دا بریدونه وغندل. د بې ګناه خلکو د وژلو له لارې خلک امتیاز نه شي ترلاسه کولای، بلکې د یوه جنایت مسوولیت په غاړه اخلي.»
هغه همدارنګه د عادلانه او رڼو ټاکنو په ترسراوي ټینګار وکړ او ګواښ یې وکړ چې له درغلیو ډکې ټاکنې کولای شي هېواد کې بې ثباتي رامنځته کړي.
 
https://avapress.com/vdcjyoevauqeoyz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته